Saturday, April 9, 2011

پاسپورت اخیستل

شنبه د کب ۱۹ د سهار ۹ بجی، د پولیسو ۱۷ حوزه، د پاسپورت ۲ نمبر زون: د پاسپورت د مدیر د تړلی دفتر مخی ته شاوخوا ۴۰-۵۰ کسه عرایض-په-لاس ولاړ دی. "مدیر صاحب آمده بود خو از دفترش برآمده" یوه مسنه سړی راته وویل. له دوو ورځو رخصتیو وروسته پدی رسمی وخت کی مدیر صاحب چیری تللی؟ په پوښتنو می مدیر صاحب وموند – هغه د حوزی د آمرصاحب دفتر کی د خپل-خوښی هندی سریال لیدو ته تللی وو!
۱۰:۳۰ مدیر صاحب راغی او له رارسیدو سره سم یی مراجعینو ته سپکی-سپوری پیل کړی: "شما مردم اصلا به گپ نمیفهمین، چرا د قطار ایستاده نمیشین؟ د چور آموخته شدین، اینجه خو جنگل نیس" له مراجعینو سره د مدیر چلند د بادار او مریی په څیر وو نه د یوه مؤظفه حکومتی مامور چی خدمات باید وړاندی کړی. د عریضی له اخیستلو سره به مدیر یو ځلی عارض ته په قهر وکتل او که به یی په مزاج برابر شو نو ورته وبه یی ویل: "برو سبا بیا" او که نه، ویل یی "برو کتابچه صفایی و برق خانه اترا بیار". زه هم په دوهمی ډلی کی راغلم او کله می چی عریضه د برق د لګښت له رسید سره مخی ته ورکښیښوده راته یی وویل: "تو مکتب خواندی؟" ما وویل بلی پوهنتون هم خواندیم. "تو چطور ای عریضه ره نوشته کردی؟" ما ورته وویل چی عریضه-لیکونکی لیکلی. "از طرف طفل یکساله عریضه نمیشه برو بنام خودت عریضه نوشته کو!" د حوزی انگړ کی یوه شخصی غرفه ایښودل شوی چی د عریضه-لیکلو تر څنګ د فوتوکاپی خدمات هم وړاندی کوی – خو نرخ یی د جاپان د توکیو تر ښار لا ګران دی، یوه پاڼه کاپی په ۳۰ افغانیو! د تذکری له کاپی سره یوه عریضه په ۱۸۰ افغانیو کیږی. د دی پړاو په بشپړولو سره مدیر راته وویل چی سبا ۸ بجی راشم – گواکی دی ۸ بجی دفتر ته راځی!
یکشنبه د سهار ۸:۳۰ بجی، د مدیر دفتر تړلی دی او مراجعین، پداسی حال کی چی واوره اوری او هوا هم ډیره سړه ده، دباندی انتظار باسی. ۹:۳۰ بجی مدیر راغی او لمړنی غړومبی یی دا وو: "بیرون منتظر باشین!" نیم ساعت وروسته د عرایضو لوستل پیل شوه. "برو ناحیه!" راته وویل شوه او ما هم بیله پوښتنی همدغسی وکړه. د ۱۵ ناحیی د آمر د دفتر مخی ته ولاړ یو سپینږیری راڅخه وپوښتل "چیست؟ پاسپورت میگیری؟" زما له مثبت ځواب وروسته یی راته وویل "بیا همرای مه". یوی خالی شعبی ته ورغلو او هلته کاکا د سیمی د وکیل په نامه تصدیق وکړ او د ناحیی د آمر احکام یی هم ولیکل بیایی په ګله-آمیزی لهجی راته وویل: "آمر صاحب خو شیرینی میگیره...ما وکیلا خو معاش نداریم". ورڅخه می وپوښتل چی څومره شیرینی اخلی، "صد روپه" سملاسی می هوکړه وکړه او ده ته می هم د شیرینی وعده ورکړه.
له ناحییی څخه د راوتلو په مهال می له ځانه سره وویل، کله کله رشوت څومره ستونزی هواروی او څنګه کارونه چټکوی – کاش رشوت ورکول رسمی وای!
د پاسپورت مدیریت کی می عریضه له یوه میزه بل ته او له یوی شعبی بلی ته حواله کیده او له هر لاسلیک سره می باید د لاسلیک کوونکی غړومبی او تحقیر-آمیزه کتل زغملی وای – یا می باید داسی ښوولی وای چی د هرلاسلیک سره لاسلیک کوونکی پر ما ډیر احسان کوی.
بلاخره، یوه سپینږیری پولیس/مامور راته وویل "برو تعرفه بیار!" ماویل له کومه یی راوړم؟ "برو از او غرفه فوتوکاپی بخر" ورڅخه می وپوښتل چی حکومت دوی ته تعرفه نه ورکوی؟ "تو بسیار زبانباز استی، برو که باز کارته بند می پرتم". د دی تهدید له اورویدو سره سم له شعبی ووتم او د فوتوکاپی غرفی ته ورغلم. دوو AX4 پاڼو کی کاپی شوی ۱۰ تعرفی په ۱۰۰ افغانیو خرڅیږی! زما په څیر ټولو مراجعینو باید دغه له وړاندی چمتو شوی تعرفی رانیولی وای. په زړه پوری خو لا داده چی له دغو تعرفو کار نه اخیستل کیږی بلکه یوازی د پولیس/مامور او فوتوکاپی د غرفی تر منځ تبادله کیږی – پولیس/مامور د هرو ۱۰ تعرفو بدل کی ۱۰۰ افغانی له دوکانداره اخلی، یعنی غیرمستقیم رشوت!
د پاسپورت د محصول تعرفه یوازی د پښتنی بانک په ۲ ښاری څانګه کښی تحویلیږی – یوازنی دلیل یی زما له انده د مارجعینو بی مورده زورول دی. دا چی ولی د پاسپورت تعرفی له هر بانکه د پاسپورت ریاست په واحد حساب کی نه ټولیږی داسی پوښتنه ده چی ځواب یی ښای د مالیی وزیر ته څرګند وی. بانک کښی د ډیری ګڼه ګوڼی سربیره بیاهم د پیسو د تحویلولو فرصت مساعد شو او د هماغی ورځی په ماسپښین می د تحویلی رسید بیرته د پاسپورت ۲ زون ته وروړه. راته وویل شوه چی سبا ۲ بجی ورشم او پاسپورت واخلم.
دوشنبه له غرمی وروسته ۲:۳۰ بجی: ټوله چمتو شوی پاسپورتونه وویشل شوه خو زما نوم وانخیستل شو. له یو څه ټیله-او-ټمبه وروسته د مدیر شعبی ته ورننوتم او ومی پوښتل چی زما پاسپورت ولی نشته. "نام پدرت در تعرفه غلط نوشته شده. برو بانک کی اصلاح کنه" او لدی سره یی زما اسناده مخی ته راواچول. د بانک مدیر بیا اصله تعرفه راښکاره کړه چی پکښی د پلار د نامه پر ځای می د نیکه نوم لیکل شوی وو. "ما ایره دست زده نمیتوانیم، برو استعلام بیار که اصلاحش کنیم" استدلال او التماس کولو ګټه نلرله، بیرته د پاسپورت زون ته ورغلم او له مدیره می استعلام وغوښت. "ای خو کار ماره خراب میکنه، برو بگو که اصلا ح کنه – استعلام-مستعلام نیس" حوصله نه وه پاتی او ماهم سترګی پټی کړی او خوله می خلاصه کړه: "شما فکر میکنین مراجعین توپ فوتبال اس که بین تان شوت میکنین؟ آخر چرا ایقه مردم آزاری میکنین؟ اشتباه را شما میکنین، زجراشرا ما میکشیم و باز برای اصلاح هم کار نمیکنین!"
پولیسانو خپل تر منځ سترګک ووهه او یوه یی بل ته وویل: "برو مدیر صاحب کارشه خلاص کو بسیار جنجالی اس، که از شراش خلاص شویم" بیا یی ما ته وکتل: "برو سبا بیا پاسپورتته بگیر"
"تشکر" ما ورته وویل.
سه شنبه له غرمی وروسته 2:30 بجی: پولیس د مراجعینو نوم په لوړ آواز لولی او خلک يو-یو د مدیر شعبی ته ورننوځی او د خپل پاسپورت پر دوهمی پاڼی ګوته لګوی او په خوشحالی، پاسپورت په لاس، راووځی. "عبدالولی! عبدالولی! عبدالوی ولی محمد!"
مدیر زما نوم د عبدالاحمد پر ځای عبدالولی او زما د پلار د نامه پر ځای یی زما د نیکه نوم پاسپورت کی راته لیکلی وو!

No comments:

Post a Comment